امریکا ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته د زړورتوب کلنۍ جایزه ورکوي

16 حوت 1399 ساعت 8:42

کابل کې د امریکا سفارت وايي، امریکا په پام کې لري، چې ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته د زړورتوب کنلۍ جایزه ورکړي.


کابل کې د امریکا سفارت وايي، امریکا په پام کې لري، چې ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته د زړورتوب کنلۍ جایزه ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه جایزه به د امریکا لومړۍ مېرمنې جل بایډن له خوا د مارچې د اتمې په مناسبت چې د ښځو نړیوالو ورځ ده ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته ورکړل شي.

د امریکا د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه جایزې د دې لپاره د دغو مېرمنو په نوم کیږي چې د خپل ژوند لویه برخه یې افغانانو ته د هوسا ژوند برابرولو کې زیار باسلی دی.

په دې لېست کې د انعکاس ټلوېزیون وژل شوې خبریاله ملاله میوند، وژل شوې مدني فعاله فرشته کوهستانۍ، کندهار کې د ښځینه زندان وژل شوې ساتونکې فرشته، د ملي امنیت ادارې د جنډر مشره جنرال شرمیلا فروغ، په غزني کې د پولیسو وژل شوې افسره فاطمه رجبي، د افغانستان بشري حقوقو خپلواک کمیسیون وژل شوې کارکوونکې فاطمه نتاشا خلیل او لرې پرتو سیمو ته مرسته رسوونکې مریم نورزاد شاملې دي.

د امریکا حکومت په داسې حال کې وژل شویو افغان میرمنو ته د زړورتوب جایزې ورکوي چې اوس هم د نارینه وو تر څنګ ښځینه فعالانې، خبریالانې، ډاکترانې د هدفي وژنو ښکار کېږي.

په روانه اونۍ کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د انعکاس په نوم د یوه خصوصي ټلوېزیون درې کارکوونکې هغه مهال چې له دندې کورته په لاره وې د وسله والو په برید کې ووژل شوې.

له دې پېښې وروسته په همدې اونۍ کې یوه ډاکتره د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شوه.

که څه هم طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي او مسؤلیت یې داعش ډلې منلی، خو حکومت یې د طالبانو کار بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137036

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137036/

جمهور
  https://www.jomhornews.com