دفاع وزارت: کندهار کې ۶۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

16 حوت 1399 ساعت 8:50

ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې د ۶۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو سره جګړه کې د ۶۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن شنبې د کب ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله پرون د کندهار په ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو کې اوښتې ده.

د سرچینې په وینا امنیتي او دفاعي ځواکونو چې هوايي ځواک یې ملاتړ کاوه، په یادو ولسوالیو کې پرطالبانو بریدنه کړي، چې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي او دغه راز ۱۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په کندهار او هلمند د طالبانو بریدونه ډېر شوي، چې ورسره جګړو هم زور اخیستی دی.

ملي دفاع وزارت ویلي، په تېرو څو میاشتنیو جګړو کې سلګونه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د کندهار د ځینو سیمو د نیولو لپاره یې د طالبانو بریدونه شنډ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 137037

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137037/

جمهور
  https://www.jomhornews.com