هلمند کې موټربم برید شوی دی، د ملي امنیت څارنوالۍ رییس ټپي شوی

16 حوت 1399 ساعت 8:59

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې د هلمند د ملي امنیت د څارنوالۍ رییس محمود سروري ټپي شوی دي.


د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې د هلمند د ملي امنیت د څارنوالۍ رییس محمود سروري ټپي شوی دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید نن شنبې د کب ۱۶ مه سهار څه کم لس بجې د مرکز لښکرګاه ښار لومړۍ امنیتي حوزې ژر شېشک سره رامنځ ته شوی دی.
یوه امنیتي سرچینه وايي، برید  د ملي امنیت د څارنوالۍ رییس محمود سروري په موټر هغه مهال شوي، چې نوموړی له کور څخه دندې ته روان و.
سرچینه وايي، په دغه برید کې محمود سروري سخت ټپي شوی او ملګي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پېښه تائیده وي او زیاته وي چي د موټر بم برید پدې پېښه کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې کره شمېر به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 


د مطلب کود: 137038

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137038/

جمهور
  https://www.jomhornews.com