د سولې په تړاو نوې طرحې ته د ولسمشرغني غبرګون:

هر څوک یوه طرحه لیکلي شي، خو پردۍ طرحې سوله نه شي راوستلای

16 حوت 1399 ساعت 12:25

ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې په تړاو د خیلزاد نوې طرحې ته په اشارې وايي، هر بنسټ کولی شي د کاغذ پر مخ یوه طرحه ولیکي، خو پردۍ طرحې افغانستان ته سوله نه شي راوستلی.


ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې په تړاو د خیلزاد نوې طرحې ته په اشارې وايي، هر بنسټ کولی شي د کاغذ پر مخ یوه طرحه ولیکي، خو پردۍ طرحې افغانستان ته سوله نه شي راوستلی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن شنبې د کب ۱۶ مه د ملي شورا د ۱۷ مې دورې د درېیم کاري کال په پرانست غونده کې د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې هر څوک او هر بنسټ کولۍ شي افغانستان ته یوه حل لار د کاغذ پر مخ توصیه کړي، خو دا عملي نه ده، ځکه افغانستان خپله ملي وثیقه چې اساسي قانون دی لري.

ښاغلي غني و ویل«هر بنسټ کولی شي، د کاغذ پر مخ د افغانستان لپاره یوه خیال او خوب د حل لارې په توګه ولیکي او وړاندې یې کړي، دا کار پخوا هم شوی، اوس هم لیکل کېږي او راتلونکې کې هم ښايي ولیکل شي، خو عملي نه دي، ځکه زموږ وثیقه زموږ اساسي قانون دی.»

ولسمشر ټینګار وکړ، چې همدې ملي وثیقې (اساسي قانون) ته په کتو افغانستان بلکې وثیقې ته اړتیا نه لري او هېڅ کس نه شي کولی چې زموږ د بنسټونو چې په اساسي قانون کې تسجیل شوي، د انحلال پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې اساسي قانون او ملي بنسټونه به پر خپل ځای وي او یوازینې د اساسي قانون د تدیل لار هم په همدې قانون کې یاده شوې ده.

هغه پر نړیوالې ټولنې نیوکه وکړه، چې که څه هم په خپلو اعلامیو کې د بشر د حقونو، فردي ښاري حقونو په اړه اواز پورته کوي، خو ۴۲ کاله کېږي، چې افغان ولس له خپل اساسي ترین حق څخه چې سوله ده، محروم دی.

ولسمشر و ویل، چې افغان ولس نور دې جګړې پای غواړي او له نېکه مرغه اوس د دغه جګړې د پای ته رسېدو په اړه، ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع هم شته او دا په تېرو ۴۲ کلونو کې د سولې او جګړې د پای ته رسولو لپاره یو زرین چانس دی.

ښاغلی غني وايي، تر بل هر وخت افغان ولس سولې ته رسېدل درک کوي، خو په وینا یې افغانان هغه وخت واقعي سولې ته رسېدلی شي، چې مالکیت او رهبري یې په خپل لاس کې وي.

 ده ولسي جرګې ته په خطارب کې و ویل«ژمنه درکومو چې د افغانستان د خلکو د برخلیک په اړه به هېڅ پرېکړه د ټولنې د بېلا بېلو پاړکیو سره له سلا مشورو پرته او په پټه نه کېږي، زموږ هدف واقعي او تل پاتې سولې ته رسېدلي، چې جګړه ختمه شي.»

خو ټینګار یې وکړ، چې یوې تل پاتې او باعزته سولې ته رسېدل تدبیر، ژمنتیا او قرباني غواړي، او حکومت ژمن دی، چې په دې برخه کې به په بیړه پرېکړه نه کوي.

نوموړي زیاته کړه، دا ځکه په هغه سوله کې، چې تدبیر، ژمنتیا، قرباني او وفاداري نه وي، نه یوازې ناکامې دي، بلکې د لا نورو بدبختیو لامل کېږي.
افغان ولسشمر وايي، همدې ته په کتو باید د ولس، حکومت او سیاسیون شعار او عمل یو وي او که چې د خطر احساس کوي، باید یو د بل تر څنګ ودرېږي او دا ژمنه سره وکړي، چې په لاس راغلی فرصت له لاسه ورنه کړي.

د ولسمشر په وینا په سوله کې له قرباني یې هدف دا د دی، چې دغه مقدس هدف ( تل پاتې سولې) ته د رسېدو لپاره باید له شخصي او ګروهي ګټو تېرو شو او د ولس غوښتنو ته درناوی وکړو.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې دی د یوې تل پاتې او باعزته سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی، خو په وینا یې دا قرباني په دې مانا نه ده، چې له خپل مسوولیت څخه اوږدې سپکې کړي او اساسي قانون تر پښو لاندې کړي.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د قدرت د لېږد لپاره اساسي لار ټاکنې دي او دی به هم یوازې له قانوني لارې واک خپل ځای ناستی ته پرېږدي.

د ده په خبره د اساسي قانون پر بنسټ افغانستان یو ولسواک نظام لري چې د خلکو په رایه انتخاب شوی دی او راتلونکی حکومت او مشر به هم د پردیو د طرحې پر اساس نه، بلکې د خلکو په خوښه او رایه انتخابېږي.

ښاغلي غني و ویل، چې د تل پاتې او واقعي سولې لپاره ان چمتو دی، چې د نړیوالې ټولنې په شتون او مدیریت کې پر آزادو او رڼو ټاکنو او ان پر وخت یې بحث وشي.

دی وايي، په مدې دلیل هغه کسان چې د قدرت رسېدو لپاره یوه او بله دروازه ټکوي، د ورورۍ توصیه یې ورته دا ده، چې د افغانستان د واک تر لاسه کولو کلي یوازې ولس دی او ولس په خپله رایه دا دروازه ورته خلاصولی شي.

ولسمشر غني دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په تړاو یوه نوې طرحه ورسره راوړې او له افغان چارواکو سره یې پرې خبرې کړې دي.

د دغه طرحې د راوړلو پخلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي هم کړی ویلي، یې دي، چې دا طرحه به له طالبانو، سیمې هېوادونو او نړیوالو سره هم شریکه کړی شي.

د هغه په وینا په دې طرحه کې د انتقالي حکومت موضوع هم شامله ده او که چېرې پرې توافق وشي، نو د سولې پروسه کې به د ملګرو ملتونو ونډه زیاته او یوه نړیواله غونډه به پرې جوړه شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 137049

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137049/

جمهور
  https://www.jomhornews.com