خلیلزاد دوحه کې د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره لیدلي دي

16 حوت 1399 ساعت 14:27

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوحې ته تر رسېدو وروسته هلته د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي سره لیدلي دي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوحې ته تر رسېدو وروسته هلته د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خلیلزاد او دولت د مرکچي پلاوی تر منځ لیدنه پرون جمعه د کب ۱۵ مه ماښام مهال شوې ده.

د دولت د مرکچي ټیم غړې شریفه زرمتي وردګ وايي، په دغه لیدنه کې یې له خلیلزاد سره د سولې د بهیر پر ګړندي کولو، د سولې په اړه پر سیمه ییزه او نړیوالې اجماع او دغه راز د تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو خبرې کړې دي.

نوموړې زیاته کړې، چې په دغه خبرو کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د مذاکراتو پر ګړندي کولو هم خبرې وشوې.

د یادونې ده، چې خلیلزاد څو ورځې وړاندې کابل ته رغلی و او دلته یې له ولسمشر غني، ډاکترعبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، استاد سیاف او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو سره وکتل او پر سوله یې ورسره خبرې وکړې.

ویل کېږي خلیلزاد د سولې په تړاو یوه نوې طرحه له ځان سره راوړې وه، چې د انتقالي حکومت موضوع هم په کې شامله ده او دغه طرحه یې له افغان چارواکو او سیاسیون سره هم شریکه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دغه طرحه به له طالبانو، د سیمې هېوادونو او نړیوالو سره هم شریکه شي او که چېرې پرې توافق وشي، د سولې پروسه کې به د ملګرو ملتونو ونډه زیاته او په دې تړاو به یوه نړیواله غونده وشي.

افغان حکومت د دغه طرحې په اړه رسمي دریځ نه دی ښکاره کړی، خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ملي شورا په پرانست غونډه کې و ویل، چې پردۍ طرحې افغانستان ته سوله نه شي راوستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137051

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137051/

جمهور
  https://www.jomhornews.com