کونړ کې د ګاز ډبې چاودنې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

17 حوت 1399 ساعت 11:31

سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د یوې ګاز ډبې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د یوې ګاز ډبې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د کب ۱۶ مه ماښام مهال د کونړ مرکز اسعدآباد ښار کې د یوې هټۍ مخې ته رامنځ ته شوې ده.

د کونړ امنیه قوماندان محمد یوسف مظلومیار وايي، په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، چاودنه د کبابو په یوه رستورانت کې رامنځ ته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کونړ


د مطلب کود: 137072

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137072/

جمهور
  https://www.jomhornews.com