کندهار کې ماین چاودنې یو پولیس وژلی او بل ټپي دی

17 حوت 1399 ساعت 11:33

سیمه ییزې امنیتي سرچینې تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی.


سیمه ییزې امنیتي سرچینې تاییدوي، چې کندهار ولایت کې د یوې ماین چاودنې له امله یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د کب ۱۷ مه سهار مهال د کندهار ښار د نهمې حوزې اړوند شهید خاکرېزوال لېسې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

امنیتي سرچینې وايي، چاودنه د پولیسو په رنجر موټر شوې، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي دی.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې په دې وروسیتو کې د کابل په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې مقناطسي ماین چاودنې او هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

حکومت یې مسوول طالبان بولي خو طالبان په کې لاس لرل ردوي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 137073

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137073/

جمهور
  https://www.jomhornews.com