۰

هلمند کې یوه ښځینه پولیسه ټپي او خاوند یې وژل شوی دی

یکشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۷
په هلمند ولایت کې په یوه وسله وال غلچکي برید کې یوه ښځینه پولیسه ټپي او خاوند یې وژل شوی دی.
هلمند کې یوه ښځینه پولیسه ټپي او خاوند یې وژل شوی دی
په هلمند ولایت کې په یوه وسله وال غلچکي برید کې یوه ښځینه پولیسه ټپي او خاوند یې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن یکشنبې د کب ۱۷ مه سهار لس بجې د مرکز لښکرګاه ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال ولي جان سرحدي وايي، څارمن ملالۍ له کور څخه دندې ته روانه وه، چې شېخ زاید جامع سره نېږدې یې پر موټر وسله والو پرې برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې ملالۍ ټپي شوې او خاوند یې وژل شوی دی.

د امنیه قوماندان په وینا ټپي پولیسه روغتون ته لېږدول شوې او د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

د یادونې ده، چې څارمن ملالۍ د هلمند په امنیه قومندانۍ کې له تېرو ۱۲ کالونو راهیسې په بیلا بیلو برخو کې دنده تر سره کړې او د يوې پیاوړي ښځينه پوليس افسري په توګه يې شهرت پيدا کړی. و

په هلمند کې ټولټال تر پنځوس تنې زیاتي ښځينه پوليسې دندې مخته وړي چي تر ډيره د جنايي او او امنيتي پېښو پر مهال د کورونو د تلاشۍ په برخه کې دندې مخته وړي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په مرکز لښکرګاه کې د ملي امنیت د نظامي څارنوالۍ رئیس هم په موټر بم چادنه کې ووژل شو.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي