طالبان:

په مشارکتي یا انتقالي حکومت کې ګډون نه کو خو مخالفت یې هم نه کوو

17 حوت 1399 ساعت 12:45

په قطر کې د طالبانو غړیو ویلي، دوی په مشارکتي یا انتقالي حکومت کې ګډون نه کوي، خو مخالفت یې هم نه کوي.


په قطر کې د طالبانو غړیو ویلي، دوی په مشارکتي یا انتقالي حکومت کې ګډون نه کوي، خو مخالفت یې هم نه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس ویلي، د طالبانو غړيو یادې څرګندونې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته کړې دي.

خلیلزاد چې دا مهال په قطر کې دی ویل کېږي پرون یې دوحه کې د طالبانو له استازو سره هم کتلي او کېدای شي، د سولې په تړواو یې د امریکا نوې طرحه چې د انتقالي حکومت موضوع هم په کې ده، له طالب پلاوي سره شریکه کړې وي.

رویټرز وايي، د طالبانو غړیو خلیلزاد ته ویلي، چې دوی په عبوري حکومت کې به ګډون ونه کړي خو مخالفت یې هم نه کوي.

د سرچینې په وینا د طالبانو غړیو که څه هم ویلي، په مشارکتي یا انتقالي حکومت کې ګډون نه کوي، خو زیاته کړې یې ده، چې که له بې پرې کسانو داسې یو حکومت جوړ شي، حاضر دي چې د جګړې شدت کم کړي.

د طالبانو د قطر د دفتر یوه غړي رویټرز ته ویلي«موږ د ښه شهرت لرونکو کسانو په ګډون د عبوري حکومت سپارښتنه کوو او دا حکومت باید په دوو کلونو کې د امنیتي ادارو په ګډون د حکومت ټولې برخې غیرساسي کړي.»

د رویټرز خبري اژانس پر اساس، طالبانو دغه راز ورته ویلي چې له دې ګامه وروسته دوی پر اورکم غور کولی شي، خو اوربند بیا هم نه کوي او له خلیلزاده یې غوښتي چې د افغانستان پر حکومت فشار راوړي چې د طالبانو ۷ زره نور بندیان خوشي کړي.

ویل کېږي خلیلزاد په کابل کې د ولسمشر غني په شمول له یو شمېر اغېزمنو کسانو سره د انتقالي، مشارکتي حکومت په اړه خپله طرحه شریکه کړه او دغه راز یې د ۲۰۰۱ کال د بون د کنفرانس په شان د یوه بل کنفرانس د جوړېدو وړاندیز وکړ.

خو رویټرز ته طالب مشرانو ویلي باور لري، چې هېڅ کنفرانس په هېڅ هېواد کې د افغانستان د لانجې له حل کولو سره مرسته نه شي کولی.
په ورته وخت د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، رویټرز ته ویلي چې تراوسه پورې دوی کومه طرحه نه ده لیدلې.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني پرون د ملي شورا د ۱۷ مې دروې د درېیم کال کاري پرانست غونده کې په ښکاره د انتقالي یا مشارکتي حکومت سره مخالفت وکړ.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې یوازې د ټاکنو له لارې به واک خپل ځای ناستي ته پرېږدي او په وینا یې که څوک د افغانستان د واک او قدرت تر لاسه کول غواړي نو ملت ته د مراجعه وکړي او د ولس د رایې پر اساس دې واک تر لاسه کړي.

ولسمشر غني د یادې طرحې په اړه دا هم و ویل، چې هر څوک او هر بنسټ کولی شي، د کاغذ پر مخ خیالي او خوب کې طرحې ولیکي، خو په وینا یې دا عملي نه دي، ځکه پردۍ طرحې افغانستان ته سوله نه شي راوستلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137079

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137079/

جمهور
  https://www.jomhornews.com