علي احمد جلالي:

امریکا غواړي د افغانستان جګړه او ستونزه د تل لپاره ختمه کړي

17 حوت 1399 ساعت 13:20

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي ویلي، امریکا غواړي چې د ملګرو ملتونو تر رهبرۍ لاندې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ د افغانستان جګړه او ستونزه د تل لپاره ختمه کړي.


د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي ویلي، امریکا غواړي چې د ملګرو ملتونو تر رهبرۍ لاندې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ د افغانستان جګړه او ستونزه د تل لپاره ختمه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي جلالي په یوه تازه مرکه کې ویلي، همدې ته په کتو د سولې او مشارکتي حکومت لپاره د امریکا وروستۍ طرحه د افغانستان لپاره یو غوره فرصت دی.

جلالي ټینګار کړي، چې افغانانو ته په کار ده چې دغه مسئله په دقیقه توګه و ارزوي ځکه دا د افغانستان د دایمي او اوږدمهاله ستونزې د ختمولو لپاره یو غوره فرصت دی.

نوموړي زیاته کړې« امریکا غواړي چې د ملګرو ملتونو تر رهبرۍ لاندې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ د افغانستان جګړه او ستونزه د تل لپاره ختمه کړي او دا نوې طرحه د افغانستان د دایمي او اوږدمهاله ستونزې د ختمولو لپاره یو غوره فرصت دی او په کار ده، چې افغانان دغه مسئله په دقیقه توګه وارزوي.»

دی وايي، امریکا په دې موخه دا کار کوي چې وکړی شي په افغانستان کې دایمي ثبات رامنځ ته شي، د سولې خبرې چټکې شي او د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي.

جلالي دا خبرداری هم ورکړی، چې که افغانان په دې حساسو شرایطو کې له دقت کار وا نه خلي، نو ښایي زیان وکړي، ځکه نه نړیواله ټولنه او نه هم امریکا د تل لپاره په افغانستان کې پاتې کېږي.

نوموړي ټینګار کړي، چې ټول اړخونه په افغانستان کې له جګړې ستړي شوي دي نو د سولې لپاره رامنځ ته شوي فرصتونه باید په هېڅ قیمت ضایع نه کړل شي.

جلالي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ولسمشر غني پرون د ملي شورا په پرانست غونډه کې په ښکاره ټکو و ویل، چې پردۍ طرحې افغانستان ته سوله نه شي راوستلی.

هغه و ویل، چې هر څوک او هر بنسټ کولی شي، د کاغذ پر مخ طرحې ولیکي، چې دا کار وړاندې هم شوی، اوس هم کېږي او په راتلونکي کې هم ښايي وشي، خو په وینا یې د افغانستان د ستونزې حل په دې کې دي، چې د افغانستان اساسي قانون چې ملي وثیقه ده مراجع ورته وشي او ټاکنو له لارې واک ولېږدول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 137083

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137083/

جمهور
  https://www.jomhornews.com