عبدالله: د سولې پر نوې طرحه باید بحثونه وشي، نه وېره

17 حوت 1399 ساعت 14:03

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوې طرحې په اړه غبرګون ښودلی دی.


د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوې طرحې په اړه غبرګون ښودلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله ویلي، د سولې له نوې طرحې وېره نه ده په کار، بلکې باید بحثونه ورباندې وشي او د خبرو له لارې معقوله حل لار په کې ولټول شي.

ښاغلي عبدالله د سولې په برخه کې د هر ممکنه پرمختګ هرکلی کړی وایي، په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات د راتګ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ویلي، شک نشته، چې د افغانستان اوسني دولت کې به ستونزې وي، خو په وینا یې هره ستونزه د خبرو له لارې د حل وړ ده.

عبدالله یو ځل بیا پر طالبانو هم غږ کړی، چې د سولې لپاره رامنځ ته شوي فرصتونه ضایع نه کړي، د سولې لپاره جدي اراده او عملي وکړي او جګړې ودروي.

نوموړي ټینګار کړي، چې که چېرته کوم لوری فکر کوي چې د جګړې له لارې به خپلو موخو ته ورسېږي نو اشتباه کوي او باید له سره فکر وکړي.
د هغه په وینا د جګړې له لارې واک ته رسېدل ناممکن دي، نو ځکه باید ښکېل لوري د جګړې پر ځای د خبرو اترو لار ونیسي او سیاسي حل لار پیدا کړي.

عبدالله دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ولسمشر غني د سولې لپاره د خلیلزاد له نوې طرحې سره مخالفت ښودلی وايي، پردۍ طرحې افغانستان ته سوله نه شي راوستلی.

ولسمشر ویلي، افغانستان کې د تل پاتې سولې ښه لار اساسي قانون ته مراجعه ده او دی به هم د اساسي قانون پر بنسټ د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستی ته واک پرېږدي.

د یادونې ده، چې خلیلزاد څو ورځې وړاندې کابل ته راغلی و او د افغان ولسمشر په ګډون یې له حکومتي چارواکو او یو شمېر سیاسیون او مخورو سره خپله طرحه شریکه کړه.

په دغه طرحه کې، چې د انتقالي حکومت موضوع هم شامل ده، خلیلزاد دوحه کې د افغان حکومت له پلاوي او د طالبانو د پلاوی سره هم شریکه کړې ده.

د افغان دولت پلاوی ویلي، طرحه تر بحث لاندې ده، خو طالبانو ویلي، دوی په مشارکتي یا انتقالي حکومت کې ګډون نه کوي، خو مخالف یې هم نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137087

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137087/

جمهور
  https://www.jomhornews.com