ننګرهار کې د داعش د استخباراتو مسوول وژل شوی دی

18 حوت 1399 ساعت 11:23

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې استخباراتي مرستیال وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې استخباراتي مرستیال وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکي زیاتوي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ د ادوړ ساحې په څندلي کلي کې عملیات کړي دي.

سرچینه وايي، په دغه عملیاتو کې د داعش ډلې د استخباراتو مرستیال وژل شوی، خو په اړه یې نور جزیات نه دی ورکړي.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار


د مطلب کود: 137107

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137107/

جمهور
  https://www.jomhornews.com