د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک ته د محقق غبرګون:

فرمایشي او امرانه سوله ځای ته نه رسېږي، سیاسیون دې د طالبانو د ملاتړو په وعدو نه تېروځي

18 حوت 1399 ساعت 14:46

په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر غني ارشد مشاور حاجي محمد محقق د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک ته په غبرګون کې وايي، فرمایشي، امرانه او بېړنۍ سوله ځای ته نه رسېږي.


په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر غني ارشد مشاور حاجي محمد محقق د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک ته په غبرګون کې وايي، فرمایشي، امرانه او بېړنۍ سوله ځای ته نه رسېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محقق چې نن دوشنبې د کب ۱۸ مه د مارشال محمد قسیم فهیم د تلین یاد غونده کې وینا کوله ټینګار وکړ، چې کوم هېوادونه کې افغانستان ته لیکونه رالېږي باید د افغانستان شرایط او د خلکو نظریات یې په پام کې ونیسي.

ښاغلي محقق و ویل، دا ډول هېواونه دې موږ ته داسې امر نه کوي، چې په هغې کې د تګ هېڅ لار نه وي.
 
د هغه په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښېګڼې هم لري خو د کمزوری ټکي یې ډېر دي او یو له دغه ټکو دا دی، چې د افغانستان ملي جوړښت او ترکیب ورکې په پام کې نه دی نیول شوی.

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا یا نه غواړي، چې د افغانستان ملي جوړښت په رسمیت وپېژني په وینا یې د دغه څه په پام کې نه نیول خپله یوه بل بحران ته د افغانستان ټیله کول دي.

محقق د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر لیک ته غبرګون کې و ویل«دا لیک یو امرانه لحجه لري، سوله په امر نه کېږي، سوله یوه ملي اودمهاله پروسه ده، چې د ټولو اړخونو په قناعت سره رامنځ ته کېدای شي، بیا وایم، چې امرانه او فرمایشي سوله ځای ته نه شي رسېدلی.»

دی وایي، په دغه لیک کې بل د کمزوری ټکی دا دی، چې امریکا د سولې لپاره بېړه لري او وایي ژر سوله وکړۍ، چې زموږ ګډه بارېږي.

ښاغلي محقق و ویل« وه وروروه نه مو درته ویلي وو چې راشي او نه درته وایو چې ولاړ شۍ، مننه چې راغلی او هر کار که موږ ښه کړي که بد مسوولیت یې ستاسو په غاړه دی، د افغانستان خلک خپله د سولې په اړه تصمیم نیسي، دومره هم نه یو بې غیرته چې و وايي، د خدای ج لپاره امریکا ولاړه.»
 
سیاسیون باید د طالبانو او د هغوی د ملاتړو دوکه ونخوري:

ښاغلي محقق د خپلو په بله برخه کې پر افغان سیاسیونونو غږ وکړ، چې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو په ژمنو ونه غولېږي او دوکه ونخوري.

هغه و ویل« ځینو ته ځینې هېوادونه دانه ورکوي، دوی فکر کوي، چې زړه یې پرې سووځي، په اصل کې غواړي د طالبانو توره دوره درباندې حاکمه کړي، دې ته متوجه اوسی، چې موږ عادلانه سوله غواړو که وشوه، ښه تر ښه که نه وي د خپلو خلکو لپاره یو زوړ سرتېری به وم.»

د هغه په وینا افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی او نړۍ په یوه داسې بېړه کې ده، چې نېږدې دی د افغانستان د خلکو ټول اختیار له لاسه ووځي.

دی وايي، د سولې مخالف نه دی خو په خبره یې باید هر هڅه په طبعي ډول مخ ته ولاړ شي او داسې یوه سوله نه غواړي، چې تسلیمي په کې وي.

ښاغلی محقق و ویل«ځینې وايي، افغانان او نړۍ له جګړې ستړې شوې راځۍ سوله وکړو، که د دغه جملې په مفهوم پوه شوو په مانا ده، چې وروره راشۍ طالبانو ته تسلیم شۍ، ځینې مشران هم دا خبره کي، خو موږ دا ډول سوله او دا ډول شرایط نه شو منلی.»

پر طالبانو نیوکې:

ده زیاته کړه، چې د افغانستان خلک حکومتي جوړښت، اساسي قانون، بشري حقونه، پوځ او پولیس لري، خو طالبان له وژلو پرته بل څه نه لري.

نوموړي و ویل«ټول وايي، طالبان سوله غواړي، دوی خپله هم وايي، خو موږ خو د طالب څخه د سولې کړنلاره او عمل ونه لید، د دوی په فکر او سیاست کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، یو کال کېږي، چې خلیلزاد ځي راځي او د اورکم خبره کوي، خو له یوه کال راهیسې خو اور کم نه شو، بلکې لا زیات شو، طالبانو څو برابره تاوتریخوالی زیات کړی دی، له القاعده سره یې اړیکې نه دي پرېکړې، او د سولې خبرې یې هم د رضایت وړ نه دي.»

د ولسمشر د سیاسي او امنیتي چارو سلاکار دا هم زیاته کړه، چې ځینو اوس د رنګ بوروسه اخیستي او طالبان رنګوي، چې ګنې دا ښه خلک دي.

ده زیاته کړه، چې نور باید خلک به دې خبرو ونه غولېږي، ځکه نه د طالب په سیاست کې بدلون راغلی او نه یې هم له وژنو او ورانیو لاس اخیستی.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


د مطلب کود: 137118

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137118/

جمهور
  https://www.jomhornews.com