خلیلزاد له جنرال باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

19 حوت 1399 ساعت 9:04

د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام آباد ته تللی او پاکستان د پوځ له مشر او نورو غړو سره یې لیدلي دي.


د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام آباد ته تللی او پاکستان د پوځ له مشر او نورو غړو سره یې لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خلیلزاد او باجوه لیدنه پرون دوشنبې د کب ۱۸ مه په راولپنډۍ کې شوې ده.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغان سولې په اړه خبرې اترې وکړې او پاکستان د افغان سولې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو راپورونه وايي، خلیلزاد له پاکستانه غوښتي، چې د سولې پروسې په چټکتیا کې همکاري وکړي.

د د دې ترڅنګ دا هم ویل کېږي، چې خلیلزاد ښايي د د افغان سولې لپاره خپلې نوې طرحه هم د پاکستان د پوځ له مشر او نورو غړو سره شریکه کړې وي.

د یادونې ده، چې خلیلزاد اوونۍ وړاندې کابل ته راغلی و، درې ورځې یې له افغان ولسمشر، عبدالله عبدالله، حامد کرزي، استاد سیاف او یو شمېر نور چارواکو او سیاسیونو سره پر سوله خبرې وکړې.

خلیلزاد د سولې په تړاو خپله طرحه هم وړاندې کړه، چې په کې د ګډ یا انتقالي مشارکتي حکومت د جوړولو موضوع هم شامله وه.

نوموړی له دې وروسته قطر ته ولاړ او دوحه کې یې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو سره هم دغه طرحه شریکه کړه.

د افغان حکومت مرکچي پلاوي ویلي و، د خلیلزاد طرحه دوی ته رسېدلی او اوس پرې غور کېږي.

طالبانو هم تایید کړې وه، چې د خلیلزاد طرحه ورته رسېدلی او دوی به یې تر ارزولو وروسته په اړه خپل دریځ اعلان کړي.

خو وړاندې د طالبانو د مرکچي پلاویو د غړیو له قوله ویل شوي و، چې دوی په مشارکتي حکومت کې ګډون نه کوي، خو مخالف یې هم دي.

دا په داسې حال کې وه، چې افغان حکومت د خلیلزاد له دغه طرحې سره رټ مخالفت څرګند کړ او دا یې د سولې په برخه کې ګټوره ونه بلله.

ولسمشر غني د پارلمان پرانست غونډه کې ویلي، هر بنسټ طرحه لیکلی شي، چې دا کار پخوا هم شوی اوس هم کېږي او راتلونکې کې به هم وشي.

خو په وینا د عمل وړ نه ده، ځکه بهرنۍ طرحې افغانستان ته سوله نه شي راوستلی، بلکې تل پاتې سوله او ثباته هله راتلای شي، چې د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وشي.

تر ولسمشر غني وروسته پرون  د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح هم په غوڅه توګه د امریکا له نوې طرحې سره مخالفت وښود او ټینګار یې وکړ، چې په هېڅ صورت به امرانه، فرمایشي، تحمیلي سولې ته غاړه کېنږدي او نه به هم د ۳۵ ملیونه نفوس په برخلیک له چا سره معامله وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137125

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137125/

جمهور
  https://www.jomhornews.com