امریکا رسمآ ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته د جایزې ورکړه اعلان کړه

19 حوت 1399 ساعت 9:50

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ، ۷ افغان وژل شویو مېرمنو ته د افتخاري جایزو ورکړه رسماً اعلان کړه.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، ۷ افغان وژل شویو مېرمنو ته د افتخاري جایزو ورکړه رسماً اعلان کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه افغان مېرمنې تېر میلادي کال په افغانستان کې په بېلابېلو حملو کې وژل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره شپه (د کب ۱۸مه) په یوه ویډیويي پیغام کې د دغه مېرمنو نومونه اعلان کړل.

په ټوله کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ۲‍۱ ښځو ته د زړورتیا جایزه ورکړل شوه چې ۷ تنه یې د افغانستان وې.

فاطمه خلیل، مریم نورزاد، فرشته، فاطمه رجبي، ملالې میوند شرمیلا فروغ او فرشته کوهستاني هغه وژل شوې افغان مېرمنې دي، چې دغه جایزه به تر لاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هرکال ځینو هغو ښځو ته د زړورتیا جایزه ورکوي چې په خپل هېواد کې يې د خلکو او ټولنې سمون ته اغېزناک کارونه کړي وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137133

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137133/

جمهور
  https://www.jomhornews.com