۰

ماین چاودنې د غزني د ده یک سرپرست امنیه قوماندان وژلی

سی شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۲
د غزني پولیس تاییدوي، چې د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.
ماین چاودنې د غزني د ده یک سرپرست امنیه قوماندان وژلی
د غزني پولیس تاییدوي، چې د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د کب ۱۸ مه د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په تاسنګ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم وايي، د ده یک سرپرست امنیه قوماندان عبدالرحمن فاتح امنیتي ځواکونو ته په اکمالاتو بوخت و، چې د سړک د غاړې ماین چاودنه پرې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې یوازې سرپرست امنیه قوماندان عبدالرحمن فاتح وژل شوی او نور چا ته زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو د دغه چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی ویلي یې دي، چې په دغه چاودنه کې د امنیه قوماندان سربېره څلور نور پولیس هم وژل شوي او درې تنه ټپیان دي.

د یادونې ده، چې د همدې روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۸ مه نېټه د غزني د ده یک ولسوالۍ امنیه قوماندان حبیب الله هم په ورته یوه چاودنه کې وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:غزني

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي