۰
کورنیو چارو وزارت:

د بې اسناده موټرسایکلونو ګرځونه، پېر او پلور په کلکه منعه دی

سی شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۰
د کورنیو چارو وزارت وايي، سر له نن څخه په تول هېواد کې د بې اسناده موټرسایکلونو په ګرځونه او خپلسري پېر او پلور بندیز دی.
د بې اسناده موټرسایکلونو ګرځونه، پېر او پلور په کلکه منعه دی
د کورنیو چارو وزارت وايي، سر له نن څخه په تول هېواد کې د بې اسناده موټرسایکلونو په ګرځونه او خپلسري پېر او پلور بندیز دی.

د جمهور خبري آژانس د له مخې یاد وزرات نن سه شنبې د کب ۱۹ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خلکو ته دغه خبرداری ورکړی دی.

سرچینه وايي، دا اقدام یې د ملي امنیت شورا د پرېکړې پر بسنټ د دې لپاره کړي، چې د جنايي او تروریستي پېښو مخنیوی وشي.

په خبرپاڼه کې خلکو ته ویل شوي، چې د بې اسناده موټرسایکلونو له ګرځونې، پېر او پلور څخه جدي ډډه وکړي که نه قانوني چلند به ورسره وشي.

په خبرپانه کې خلکو ته ویل شوي، چې لاندې ټکي په پام کې ونیسي:
 
۱- د بې اسناده موټرسایکلونو ګرځونه او خپلسری پېر او پلور په کلکه منعه دی؛

۲- ټولې دولتي ادارې او حقیقي اشخاص اړ دي څو خپل موټرسایکلونه سجل کړي او د ترافیکو له مدیریتونو څخه نمبر پلېټونه او جواز سیرونه ترلاسه کړي؛

۳- کله چې د موټرسایکل په وسیله ترورېستي پېښې او یا هم جنايي جرمونه ترسره کېږي، نو مسوولیت به یې هغه شخص ته متوجه وي چې نمبر پلېټ او جواز سیر یې په نامه صادر شوی وي؛

۴- د یوه ولایت د پلېټ او جواز سیر لرونکي موټرسایکل ګرځول په بل ولایت کې په کلکه منعه دی؛

۵- په ښارونو کې پر موټرسایکل شا په شا د دوه تنو سپرېدل منعه دي؛

۶- کورنیو چارو وزارت یوازې هغو ورزشي موټرسایکلونو ته نمبر پلېټ او جواز سیر ورکوي چې د المپیک د ملي کمېټې په رسمي غوښتنه شوې وي او په لویو ښارونو کې د تازه واردو ورزشي او غرنیو موټرسایکلونو له پاره نمبر پلېټونه او جواز سیرونه نه صادرېږي؛

۷- په کابل او ولایتونو کې د موټرسایکلونو پر ګرځونې یاد بندیزونه د کورنیو چارو وزارت او د هماغه ولایت د نظامي شوراګانو په پرېکړې پورې اړه لري، چې د هغه ځای د ځانګړو شرایطو تابع دي؛

۸- هغه موټرسایکلونه چې د خصوصي سکتور خدمات وړاندې کوي، لکه: رستورانتونه، انلاین بازارونه او داسې نور. د کورنیو چارو وزارت تر تشخیص وروسته د دې اعلاميې له ۷ بند څخه مستثنی دي.

کورنیو چارو وزارت د دې اعلامیې د خپرېدو له نېټې نیولې تر ۶۰ کاري ورځو پورې د بې اسناده موټرسایکلونو ټولو متصرفینو ته ابلاغ کوي، څو خپل موټرسایکلونه د بایومېتریک، د نمبر پلېتونو د ترلاسه کولو او همدارنګه د جواز سیر د اخیستلو په پار د ترافیک په مدیریتونو کې ثبت کړي. له سرغړوونکو سره به قانوني جدي چلند ترسره شي او په ښارونو کې به بې اسناده موټرسایکلونه ضبط شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي