د یوناما مشره دوحې ته تللې، مذاکراتي پلاویو سره پر سوله خبرې کوي

19 حوت 1399 ساعت 14:52

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا یوناما مشره دیبرا لاینز د افغان سولې بهیر د څرنګوالي او را تلوونکو ګامونو په اړه له افغان مذاکره کوونکو لورو سره خبرې کوي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا یوناما مشره دیبرا لاینز د افغان سولې بهیر د څرنګوالي او را تلوونکو ګامونو په اړه له افغان مذاکره کوونکو لورو سره خبرې کوي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما نن سې شنبه د کب ۹ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي اغلې لاینز په دې اړه د بحثونو لپاره نن دوحې ته رسېدلې ده.
 
د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ همدارنګه زیاته کړې چې اغلې لاینز به په دې اړه هم خبرې وکړي چې ملګري ملتونه په څه ډول د دغو هڅو ملاتړ کولای شي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي«دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز نن دوحې ته ورسيده چې له افغان ډلو او نړيوالو همکارانو سره وويني او دافغانستان د سولې بهير پر څرنګوالي او راتلونکو ګامونو بحثونه وکړي او همدارنګه پر دې خبرې وکړي چې ملګري ملتونه په څه ډول ددغو هڅو ښه ملاتړ کولی شي.»چ
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ مشره پر داسې مهال پر یادو مسائلو د بحثونو لپاره دوحې ته رسېدلي چې د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر میاشتې له ۱۲ نېټې څخه د بین الافغاني مذاکراتو تر پرانیستلو وروسته تر دا مهاله یاد بهیر ټکنی روان دی.
 
بلخوا تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن افغان ولسمشر غني ته په استول شوي لیک کې ویلي، واشنګټن له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغان سولې بهیر په اړه د یوه واحد نظر وړاندې کولو په هدف د بهرنیو چارو وزیرانو او امریکا،روسیې، هند، پاکستان او ایران د ځانګړو استازو یوه نړیواله غونډه جوړه کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137156

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137156/

جمهور
  https://www.jomhornews.com