۰

د کرونا واکسین دویمه ټولګه هم راورسېده

سی شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۴
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د کرونا ضد ۴۶۹ ډوزه واکسین چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیارد یورو کېږي مرسته کړې ده.
د کرونا واکسین دویمه ټولګه هم راورسېده
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د کرونا ضد ۴۶۹ ډوزه واکسین چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیارد یورو کېږي مرسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مرسته کورونا واکسین ته د نړیوال لاسرسي پروګرام (کوواکس) له خوا افغان حکومت ته سپارل شوې ده.
 
کوواکس چې کورونا واکسین ته د برابر لاسرسي نوښت دی، افغانستان سره د کورونا واکسین د ۱۶ میلیونه ډوزو ژمنه کړې چې په څو پړاوه کې به افغانستان ته وسپارل شي.

 د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح وايي، هڅې روانې دي چې د نړیوالو شریکانو په مرسته د افغانستان ۴۰ سلنه وګړو ته د کورونا ۳۲ میلیون ډوزه واکسین ترلاسه شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هندوستان افغانستان ته د کورونا واکسین ۵۰۰ زره ډوزه واکسین ورکړي وو، چې د تطبیق لړۍ یې روانه ده.

عامې روغتیا وزارت ویلي تر اوسه افغانستان کې ۴۰ زره کسانو ته دغه واکسین لګول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي