ولسمشرغني له مارشان دوستم سره لیدلي دي

20 حوت 1399 ساعت 7:44

نېږدې له دوه کلونو ځنډ وروسته د جنبش ګوند مشر او د ولسمشر پخواني لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم ارګ ته ورغلی او ولسمشر غني ورسره لیدلي دي.


نېږدې له دوه کلونو ځنډ وروسته د جنبش ګوند مشر او د ولسمشر پخواني لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم ارګ ته ورغلی او ولسمشر غني ورسره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي دوستم لیدنه پرون سه شنبې د کب ۱۹ مه ارګ کې شوې ده.

ولسمشر غني او دوستم په دې لیدنه کې د سولې پروسې او بین الافغاني مذاکراتو، د دغه مذاکراتو د بریالیتوب لپاره د ملي اجماع په رامنځ ته کولو خبرې کړې دي.

راپورونه وايي، دواړو لورو په دغه لیدنه کې د سولې پروسه کې د تېرو دوه لسیزو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

ویل کېږي په دغه ناسته کې پر امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د شمال پر امنیت حالت هم خبرې شوې او ښاغلي دوستم ولسمشر غني ته معلومات ورکړي دي.

ښاغلي دوستم ویلي، چې د دولت له وسله والو مخالفانو څخه د فاریاب- مزارشریف او کندوز – کابل د لویو لارو تصفیه عملي پلانونو ته اړتیا لري.

راپورونه وايي، دوستم ولسمشر ته ویلي، چې که حکومت ورسره همکاري وکړي، په لنډ وخت کې به ټول شمال له طالبانو او داعشیانو پاک کړي.

ویل کېږي، ولسمشر غني د امنیت د ښه کېدو لپاره د دوستم د پلان هرکلی کړی خو په دې اړه یې په زغرده څه نه دي ویلي چې ایا ده ته به د ځانګړي ځواک د جوړولو مالي او تسلیحاتي امکانات ورکړي او که نه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137164

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137164/

جمهور
  https://www.jomhornews.com