۰
ولسمشرغني:

ښوونځي باید د اړیکو او اطلاعاتو پر مرکزونو بدل شي

چهارشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۷
ولسمشر محمد اشرف غني د پوهنې په سکتور کې د اصلاحاتو پر راوستو ټینګار کړی وايي، له ښوونځیو باید د معلوماتي قطب په توګه ګټه واخستل شي.
ښوونځي باید د اړیکو او اطلاعاتو پر مرکزونو بدل شي
ولسمشر محمد اشرف غني د پوهنې په سکتور کې د اصلاحاتو پر راوستو ټینګار کړی وايي، له ښوونځیو باید د معلوماتي قطب په توګه ګټه واخستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون سه شنبې د کب ۱۹ مه د پوهنې وزارت له مشرتابه او په دې برخه کې د نړیوالو ارګانونو له استازو سره په غونده کې کړې ده.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه غونډه کې د پوهنې بهیر و ارزول شو او ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د پوهنې په برخه کې باید پراخ او جدي اصلاحات رامنځ ته کړل شي.

ښاغلي غني ویلي، ښوونځي باید د اړیکو او اطلاعاتو پر مرکزونو بدل شي، له انټرنیټ سره وصل، د کتابتونونو لرونکي او ټولې لازمې درسي اسانتیاوې ولري.

ولسمشر زیاته کړې، چې د ښوونځیو تر څنګ مدرسې او جوماتونه د خلکو د اولادونو په روزنه کې فعاله ونډه درلوده، نو ځکه باید دغه ارزښت له سره را ژوندی شي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، په تعلیمي نصاب کې هغه تغییرات چې د زده کوونکو اړتیاوې ځواب کړي، باید راشي او موخه باید د ډیجیټل سازۍ له لارې په سیستمونو کې د اسانتیاو رامنځته کول وي.

دغه راز ولسمشر ولایتونو او لېرې پرتو سیمو ته پر زیاتې پاملرنې، اړتیاو ته پر ځواب ویلو، د شاګرد محورۍ پر کړنلارې، د نجونو روزنې ته پر زیاتې پاملرنې، پوهنې ته پر سرتاسري لاسرسي او سیاست څخه د پوهنې پر لېرې ساتلو ټینګار وکړ.

ولسمشر د دیجیټلي ستراتېژۍ او دغه بهیر کې د پوهنې سکتور د شاملولو په اړه ویلي، چې له بشري پانګې د موثرې استفادې لپاره یوې جامع تګلارې ته اړتیا ده او باید په دې برخه کې لومړیتوبونه موجود وي.

په دغه غونده کې د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي هم د پوهنې په برخه کې پر اصلاحاتو ټینګار کړی او له نړیوالو همکارانو یې وغوښتل، چې پوهنې وزارت سره د باکیفیته معارف د ایجاد په خاطر د لازیاتې همغږۍ په برخه کې کار وکړي.

د غونډې پای کې د نړیوالو بنسټونو استازو د نجونو روزنې ته د لازیاتې پاملرنې او همداراز د پوهنې سکتور د اصلاحاتو په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ په اړه، یو ځل بیا خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي