امریکايي سناتور:

طالبانو په ژمنو عمل نه دی کړي، د سرتېرو ایستلو ضرب الاجل باید تمدید شي

20 حوت 1399 ساعت 8:50

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېتې مشر سناتورباب مندوز ټینګار کړي، چې له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو پر ضرب الاجل باید له سره کتنه وشي.


د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېتې مشر سناتورباب مندوز ټینګار کړي، چې له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو پر ضرب الاجل باید له سره کتنه وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سناتور مندوز له خبریالانو سره خبرو کې ویلي، طالبانو دوحې هوکړې پر ژمنو عمل نه دی کړی، نو ځکه اړتیا ده، چې امریکا د خپلو سرتېرو ایستلو پر ضرب الاجل بیا کتنه وکړي او تمدید یې کړي.

له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکول، د تاوتریخوالي کمول او له افغان حکومت سره خبرې کول هغه درې اساسي شرطونه او ژمنې وې، چې طالبانو د دوحې په هوکړه کې کړې دي.

خو د امریکا د دفاع وزارت طالبانو له القاعده ډلې سره نه یوازې خپلې اړیکې نه دي پرېکړې بلکې لا هم د القاعده غړي د طالبانو په لیکو او جوړښت کې ځای او سوق او اداره پر غاړه لري.

د نړیوالو او افغان حکومت په وینا د تاوتریخوالي نه کمښت بله هغه اساسي ژمنه وه، چې طالبانو کړې، خو دغه ډلې نه یوازې تاوتریخوالی کم کړی نه دی، بلکې لا یې زیات کړی دی.

له افغان حکومت سره یا بین الافغاني مذاکرات هغه بله ژمنه ده، چې طالبانو د دوحې هوکړه کې کړې، خو لکه څنګه چې تمه وه، دا خبرې هم پڅې روانې دي، چې افغان حکومت او نړیوال یې پړه پر طالبانو اچوي.

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېتې مشر سناتورباب مندوز هم و ویلي، دی باوري دي، چې طالبانو په خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی.

دغه امریکايي سناتور ټینګار کړی، چې که استخباراتي راپورونه وښي، چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړي، نو له افغانستان څخه د امریکایی سرتېرو ضرب الاجل چې د می میاشت اوله نېټه ده، له سره وارزول شي.

امریکايي سناتور دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ته په یوه لیک کې ویلي، چې دوی تر اوسه د سرتېرو د ایستلو انتخاب له پلان څخه نه دی ایستلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137175

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137175/

جمهور
  https://www.jomhornews.com