کندهار کې یو کم ۴۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

20 حوت 1399 ساعت 9:17

ملي دفاع وزرات کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې د ۳۹ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزرات کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې د ۳۹ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د کب ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ پرون د کندهار ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې چاڼیز عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸ تنه ټپیان، درې موتر او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې دفاع وزارت وړمه ورځ هم د کندهار په همدې دوه ولسوالیو کې د لسګونه وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137177

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137177/

جمهور
  https://www.jomhornews.com