عبدالسلام ضعیف:

د دوحې خبرو کې د اوربند یا اروکم په اړه ځینې پرمختګونه شوي دي

20 حوت 1399 ساعت 9:32

پخواني طالب چارواکي مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي، دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې ځینې پرمختګونه رامنځ ته شوي دي.


پخواني طالب چارواکي مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي، دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې ځینې پرمختګونه رامنځ ته شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خبریال وېب پانې د ښاغلي ضعیف له قوله خبر ورکړی، چې همدا اوس دوحه کې د بین الافغاني خبرو په وړاندې د خنډونو د لرې کولو په سر بحث روان دی.

ښاغلي ضعیف زیاته کړې، چې د پاتې زندانیانو خلاصون، له تور لېست د طالب مشرانو د نومونو ایستل، د اوربند يا د اورکم په هکله ځينې پرمختګونه رامنځته شوي دي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پاکستان کې دغه پخواني افغان سفیر ویلي، طالبان او خلیلزاد هڅه کوي، چې دا پرمختګونه نهايي کړي.

ښاغلي ضعیف زیاته کړې، امريکا د افغانستان د مسلې په حل کولو کې جدي ده او پکار ده چې افغانان هم له دې موجود فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره په افغانستان کې د سولې د قايمولو لپاره ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې، چې خلیلزاد به تر یو څه ډېر وخت پورې دوحه کې پاتې شي.

د دې وزارت ویاند ویلي، خلیلزاد به هڅه به وکړي چې د سولې د خبرو د کاميابېدو لپاره د موجود چانس څخه استفاده وکړي او دا چانس بريا ته ورسوي.

له کابل څخه دوحې ته تر روانېدو مخکې خلیلزاد هم په خپل ټوېټر لیکلي و، چې هڅه به وکړي پر طالبانو د تاوتریخوالي کچه تر ۷۰ سلنې پورې راکم کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 137179

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137179/

جمهور
  https://www.jomhornews.com