دفاع وزارت:

لس ځانمرګو ته هدف ته له رسېدو وړاندې مرګ ژوبله اوښتې

20 حوت 1399 ساعت 9:51

ملي دفاع وزارت فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د ۱۰ ځانمرګو بریدګرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د ۱۰ ځانمرګو بریدګرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د کب ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ځانمرګو ته مرګ ژوبله تېره شپه د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې اوښتې ده.

سرچینه وایي، طالبانو پلان درلود، چې المار ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو موټر بم بریدونه وکړي، خو افغان ځواکونو پرې وار ړومبی کړ.

ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ له وړاندې عملیاتو کې د دغه ځانمرګو لېږدونکی موټر په نښه شو، چې په کې درې ځانمرګي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 137182

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137182/

جمهور
  https://www.jomhornews.com