دفاع وزارت: زابل کې ۵۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

20 حوت 1399 ساعت 10:07

ملي دفاع وزرات زابل ولایت کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د ۵۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې او دوه تنو د ژوندي نیولو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزرات زابل ولایت کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د ۵۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې او دوه تنو د ژوندي نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د کب ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځیانو د هوايي ځواک په ملاتړ د زابل په میزانه او شهر صفا ولسوالیو کې پر طالبانو بریدونه کړي دي.

سرچینه وايي، په دغه عملیاتو کې چې پرون شوي ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۹ تنه ټپیان او دوه تنه یې هم ژوندي نیول شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، عملیاتو کې ۲ میله وسلې، ۷ موټر سایکلونه، یو موټر د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي، یو پټنځای او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شويو چې د میزانې ولسوالۍ یو شمېر کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړی شوي او ۸ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملي دفاع وزرات وړمه ورځ هم د زابل، په مرکز قلات، میزانه او شاجوی ولسوالیو کې د یو شمېر طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137186

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137186/

جمهور
  https://www.jomhornews.com