وسله والو طالبانو ته نېږدې ځینې سرچینې وايي، ټاکل شوې د افغان سولې په تړاو ترکیه کې نړیواله غونډه د روانې مارچ میاشت په ۲۷ مه نېټه جوړه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې چې د نوم نه خپرولو په شرط له جزیاتو ورکولو پرته ویلي، ترکیه به د مارچ په ۲۷ مه د افغان سولې په تړاو د غوندې کوربه وي.
په ورته وخت کې د ترکیې اناتولي خبري آژانس د دغه هېواد د عدالت او پراختیا ګوند د ویاند عمر سلیک ویلي، ترکیه هڅه کوي، چې د افغان سولې په برخه کې د منځګړي رول ولوبوي.
نوموړي هم نور جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی، چې افغانستان د ترکیې او سیمې لپاره خورا مهم هېواد دی.
په ترکیه کې چې کومه غونده د افغان سولې په تړاو جوړېږي د امریکا په نوښت دغه کار تر سره کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یې هم پخلی کړی دی.
نوموړي ولسمشر غني او عبدالله ته په لېږلي لیک کې دغه غونده د ترکیې په کوربتوب د ملګرو ملتونو په ګډون، چې د امریکا، روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به هم په کې شامل وي، جوړه شي.
په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د غوندې جوړېدو د نېتې ټاکلو په اړه پر داسې مهال خبر ورکول کېږي، چې ټاکل شوې د همدې روانې مارچ میاشتې په ۱۸ مه مسکو کې هم د افغان سولې په تړاو یوه غونده وشي.
د مسکو غونډې ته، افغان حکومت، سیاسیونو، طالبانو، د سیمې هېوادونو، امریکا، چین، قطر او ځینې نورو هېوادونو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل