۰
اتمر:

د مسکو د کنفرانس په اړه به تر سلا مشورو وروسته خپل دريځ اعلان کړو

چهارشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۲
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره کتلي او د مسکو د جوړېدونکې غوندې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د مسکو د کنفرانس په اړه به تر سلا مشورو وروسته خپل دريځ اعلان کړو
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره کتلي او د مسکو د جوړېدونکې غوندې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د کب ۲۰ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه لیدنه کې د روسیې سفیر د مسکو د کنفرانس په اړه معلومات وړاندې کړل.

د روسیې سفیر ویلي، هېود یې تمه لري، چې ژر تر ژره افغان جګړه پای ته ورسېږي او دوی وکولی شي، د سولې په برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

په ورته وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو رښتینې همکاري اړینه بللې ده.

ښاغلي ویلي، چې افغان حکومت به تر سلا مشورو وروسته خپل نظریات د مسکو کنفرانس په اړه له روسیې سره شریکې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي