۰

هرات کې د موټر بم برید مرګ ژوبله ۵۵ تنو ته ورسېده

شنبی ۲۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۵
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د شوې موټر بم برید له امله د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۵۵ تنو ته رسېدلی دی.
هرات کې د موټر بم برید مرګ ژوبله ۵۵ تنو ته ورسېده
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د شوې موټر بم برید له امله د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۵۵ تنو ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات ښار د څلوارلسمې حوزې اړوند سیمه کې د ټونس موټر بم برید پرون جمعه د کب ۲۲ مه ماښام مهال وشو.

د هرات والي وايي، چاودېدونکي توکي په یوه پلانکوچ موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې زیاتره قربانیان یې ولسي وګړي دي.

د والي په وینا په دغه برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي، چې اکثریت یې ولسي وګړي دي.

په ورته وخت ځینې امنیتي سرچینې وايي، په وژل شویو کې یو نظامي او په ټپیانو کې بیا ۸ پولیس شامل دی.

د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي، ټپیان حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، چې د ۱۰ تنو روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو کورنیو چارو وزارت یې پړه پر طالبانو اچوي.

کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په دې برید کې شپږ کورونه تخریب شوې او لسګونه نورو مالي زیان لیدلی دی.

ځینې کسان د کورنو در دېوالونو لاندې شوي و، چې د ژغورنې ډلې را ایستلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي