۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: افغانستان کې د هدفي بریدونه سمدستی ودرول شي

شنبی ۲۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۲
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د بې رحمه هدفي وژنو په کلکه غندنه کړې او د سمدستي بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا: افغانستان کې د هدفي بریدونه سمدستی ودرول شي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د بې رحمه هدفي وژنو په کلکه غندنه کړې او د سمدستي بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې شورا پرون جمعه د کب ۲۲ مه خپره کړې اعلامیه کې ویلي په دغو بې رحمه بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، د قضايي څانګي غړي، مطبوعاتو کارکوونکي، روغتیا پالان او د امنیت شورا د دغو مخ پر زیاتېدونکو بریدونو په اړه خواشیني‌ښودلې، د سملاسي بندولو غوښتنه یې کړې ده او محکمې ته د عاملانو د کشولو غږ کړی دی.‌

اعلامیه کې پر زیاتېدونکو بریدونو خواشیني‌ښودلې، د سملاسي بندولو غوښتنه یې کړې ده او محکمې ته د عاملانو د کشولو غږ کړی دی.‌

د امنیت شورا په افغانستان کې له ښکېلو غاړو غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي چې د ولسي خلکو مصونیت هم په کې شامل دی.

یادې شورا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو له لوري د همه شمول او هر اړخیزو خبرو له لارې راتلای شي.

د امنیت شورا د سولې په خبرو کې د ښځو په شراکت هم تاکید کړی دی.

د امنیت شورا داسې مهال په افغانستان کې په هدفي‌وژنو اندېښنه ښودلې ده چې په تېرو څو میاشتو کې لسګونه، خبریالان، ملکی مامورین، د بشري حقونو فعالان او نور ترور شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي