ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان پوځ د ۲۰۳ تندر قول اردو د دریمې لوا د لومړي کنډک په قرارګاه کې لګېدلی اور کابو شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزرات نن شنبې د کب ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پرون ماښام د برېښنا د شارتۍ له امله په دغه قرارګاه کې اور لګېدلی وو.
خو په وینا یې دغه اور ډېر ژر د دريمې لوا د اور وژنې او غزني د امنیه قوماندانۍ له خوا کابو کړل شوی دی.
ملي دفاع وزارت وايي، په اور لګېدنه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.
جمهورخبري آژانس:کابل