د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ډنمارک شاهي هېواد له بهرنیو چارو وزیر یپه کوفود سره ویډیويي خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ویډیويي کنفرانس کې دواړو لورو د ستراتېژیکو همکاریو تړون نهایي کېدو، د افغانستان د سولې بهیر پیاوړتیا، ښې حکومتولۍ او له افغانستان سره د ډنمارک د مرستو پر دوام خبرې وکړې.
ښاغلي اتمر د ډنمارک له بشردوستانه او پرمختیايي مرستو مننه وکړه ویلي یې دي، چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې په دوامداره مبارزه او د نړیوالې ټولنې د مرستو په موثره او مسوولانه توګه کارولو ته ژمن دی.
د سولې په اړه ښاغلي اتمر ویلي، افغان دولت په داسې سیاسي حل باور لري چې د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي او د تلپاتې او نه شاته راګرځيدونکې سولې لامل شي.
په ورته وخت د ډنمارک بهرنیو چارو وزیر د سولې د هڅو او خبرو څخه د خپل هیواد ملاتړ په څرګنډلو سره، ویلي، افغانستان باید د ترهګرو په ځاله يو ځل بيا بدل نه شي.
نوموړي د افغانستان د ولسواکۍ او بشري حقونو لاسته راوړنو په خوندي ساتلو باندې ټینګار ویلي یې دي، چې د تيرو دوه لسيزو سرښندنې او پرمختګونو باید له خطر سره مخامخ نه شي
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې ډنمارک به د غوڅ ملاتړ ځواکونو په چوکاټ کې افغانستان سره خپل همکارۍ ته دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل