دفاع وزارت کندهار کې د ۲۸ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی

23 حوت 1399 ساعت 9:11

ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د کب ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په دوام پرون د کندهار په ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې چاڼیز عملیات کړي دي.

سرچینه وايي، په دغه عملیاتو کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت زیاتوی، چې په یادو عملیاتو کې د طالبانو یو موټر، ۳ موټرسایکلونه، ۱۳ بورۍ چاودیدونکي توکي، ۵۰ موضع، او یوه  اندازه وسلې، مهمات له منځه وړل شوي دي.

دغه راز په خبرپانه کې ویل شوي، ارغنداب کې ۱۱ کړۍ ماینونه، چې د ملکي خلکو،دفاعي او امنیتي ځواکونو د وژلو او ورانکارو فعالیتونو په موخه ځای پرځای کړي وود ملي اردو انجینیرۍ  ټيم له لوري کشف او شنډ کړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137252

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137252/

جمهور
  https://www.jomhornews.com