د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې په تړاو د سیمې د هېوادونو د هڅو څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
د جمهورخبري اژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، د حکومت استازي د سولې په تړاو مسکو کې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون کوي، خو تر اوسه د تلونکو کسانو نوملړ نه دی خپور شوی.
په ورته مهال پخوانی طالب چارواکی عبدالسلام ضعیف وايي، د دې ناستې د جوړېدو نېټه د حکومت او طالبانو سره په مشوره ټاکل شوې او طالبان هم په دې ناسته کې برخه اخلي.
مسکو داسې مهال د افغان سولې مذاکراتو په هدف د جوړېدونکې ناستې کوربتوب لپاره چمتووالی نیسي، چې ټاکل شوې په اپرېل میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب بله مهمه ناسته ترسره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل