زابل کې د هاوان مرمۍ پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

23 حوت 1399 ساعت 9:55

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي زابل ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له امله پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي زابل ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدو له امله پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د کب ۲۲ مه د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند نورک سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د زابل امنیه قوماندان حکمت الله کوچی وايي، طالبانو په یاده سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز د هاوان درې مرمۍ وېشتلې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوه مرمۍ په قرارګاه کې د ننه لګېدلي او یوه یې بهر د ملکي وګړو پر کورونو لګېدلې ده.

کوچي زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې دوه ماشومې نجونې وژل شوې او درې نور ماشومان ټپیان شوي دي.

که څه هم امنیه قوماندان وايي، د هاوان مرمۍ طالبانو توغولې، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:زابل


د مطلب کود: 137255

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137255/

جمهور
  https://www.jomhornews.com