سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې اروزګان ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د کب ۲۳ مه سهار مهال د اروزګان – کندهار پر لویه لار د اروزګان ولایت اړوند سیمه کې شوې ده.
د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد وايي، د سړک د غاړې ماین د ولسي وګړو په لېږدوونکي موټر شوې، چې له امله یې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د والي په وینا په چاودنه کې دوه نارینه او یو ماشوم وژل شوي او درې ماشومان او یوه ښځه ټپي شوې ده.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په زابل کې د استوګنې په کورنو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه ماشومې نجونې وژل شوې او درې نور ماشومان ټپیان شوي دي.
د زابل د پولیسو مشر وایي، هاوان مرمۍ د طالبانو له خوا د نورک په سیمه کې د پولیسو په یوه قرارګاه توغول شوې وې، چې دوه یې قرارګاه کې او یوه یې د ولسي وګړو په کورونو لګېدلې وه.
که څه هم د زابل د پولیسو مشر ویلي، دا د طالبانو کار و خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل