د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا اعلان کړی، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا د نوې طرحې ارزونه پیل کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې شورا مرستیال مولوي عطاالله سلیم وايي، د ملي روغې جوړې عالي شورا د ګومارل شوې کمېتې له خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نوې طرحې څېړنه پیل شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه کمېټه ۱۵ غړي لري او ډېر ژر به تر خپل منځي خبرو اترو او سلا مشورو وروسته خپله نظریات د شورا له مشرتابه سره شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په سیاسي او امنیتي چارواکو کې د ولسمشر غني سلاکار محمد محقق هم پرون ویلي و، چې حکومت د افغان سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نوې طرحې څېړل پیل کړي دي.
د یادونې ده، چې کابل ته د خلیلزاد له راتګ سره نوموړي د افغان سولې په تړاو یوه طرحه له افغان چارواکو او سیاسیونو سره شریکه کړه، چې وروسته یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا هم پخلی او په عملي کېدو یې د انتوني بلینکن په لیک کې ټینګار وشو.
په دغه طرحه کې د یوه ټول شموله موقت حکومت د جوړېدو موضوع هم وړاندې شوې، خو افغان حکومت د موقت حکومت او دغه طرحې سره مخالفت ښودلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل