۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان خبرې کړې

شنبی ۲۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۰
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان په ګډون په نړیوالو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان خبرې کړې
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان په ګډون په نړیوالو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټوېټر پانه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي سره یې د افغانستان، برما او ایتوپیا په اړه ګټور خبرې کړې دي.

نوموړي له ملګرو ملتونو سره په نړۍ کې د شخړو په پای ته رسولو کې د ملګرتیا هرکلی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، خوښ دی چې له ملګرو ملتونو سره د دې او په نړۍ کې د نورو شخړو د ختمولو لپاره په ګډه کار کوي.

انتوني بلینکن یو ځل بیا د افغان جګړې په ګډون په ټوله نړۍ کې د شخړو پر ختمولو ټینګار کړی دی.

دا چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه لیدنه کې څه ویلي، په اړه یې جزیات نشته دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي