۰
د ملي امنیت شورا سلاکار:

د مسکو او استانبول غونډو کې ګډون کو، خو موږ سوله غواړو نه موقت حکومت

شنبی ۲۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۳
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب تایید کړه، چې د افغان حکومت استازي به د افغان سولې په تړاو د مسکو او استانبول په غوندو کې کډون وکړي.
د مسکو او استانبول غونډو کې ګډون کو، خو موږ سوله غواړو نه موقت حکومت
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب تایید کړه، چې د افغان حکومت استازي به د افغان سولې په تړاو د مسکو او استانبول په غوندو کې کډون وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب چې نن شنبې د کب ۲۳ مه له امنیتي چارواکو سره یو ځای د خبریالانو پوښتنې ځوابولې و ویل، چې په دغه غوندو کې به د دوی پلاوی د نورو پلاویو له کچې سره برابر وي.

نوموړي زیاته کړه، چې د بهرنیو چارو وزارت او د ملي روغې جوړې عالي شورا په دې اړه کار پیل کړی او په هره کچه چې د نورو هېوادونو او د طالبانو پلاوی وي، په همغه کچه به د افغان حکومت پلاوی هم په کې ګډون کوي.

د مسکو غونډه راتلونکې پنشنبې د کب ۲۸ مه جوړېږي او د استانبول غونده به راتلونکې میلادي میاشتې کې جوړه شي.

د مسکو غونډه پر داسې مهال جوړېږي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړي، چې روسیه په افغانستان کې د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو ملاتړ کوي او دا حل لار بولي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن په دغه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا د موقت حکومت د جوړېدو له طرحې سره مخالفت وکړ.

ښاغلي محب و ویل، چې افغان حکومت او د افغانستان خلک رښتینې او تل پاتې سوله غواړي، نه موقت حکومت ځکه په وینا یې موقت حکومت د افغانستان درد نه شي دوا کولي.

د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار وکړ، تر چې افغان حکومت او د افغانستان خلکو ته د سولې نړیوال تضمین نه وي ورکړل شوی او سوله نه وي راغلې، په هېڅ بعدي موضوع به خبرې ونه کړي او نه به هم ورته حاضر شي.

نوموړي زیاته کړه، موقت حکومت د هغه کسانو کار دی، چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي، بلکې خپلې ګټې په جګړه کې لټوي.

د ښاغلي محب په وینا د طالبانو عمل ښيي، چې دغه ډلې د رښتینې سولې لپاره اراده نه لري او یوازې له دغه ډلې سره خبرې هم سوله نه شي راستلای تر چې پر اصلي موضوع چې له پاکستان سره ده خبرې نه وي شوې.

د ملي امنیت شورا سلاکار وایي، دوی وړاندې هم ویلي و، چې یو اړخ پاکستان دی، چې له هغې سره هم باید خبرې وشي، چې په وینا یې دوی د خبرو لړۍ له پاکستان سره پیل کړې ده.

ډاکتر محب زیاته کړه، چې ده، د پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا او د ملي امنیت ریاست مشر احمد ضیا سراج بهرین ته سفر درلود او هلته یې د پاکستان له پوځي او استخباراتي لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.

نوموړي د دغه خبرو جزیات په ډاګه نه کړل خو زیاته یې کړه، چې په لیدنه کې توافق پر دې وشو، چې دغه ناستې پاستې او خبرې اترې به دوام کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي