۰
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند:

ښکاري چې نړیواله ټولنه د افغان سولې په تړاو مثبت ګامونه اخلي

یکشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۷
ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې دایمي سوله غواړي او د سولې د راتګ لپاره دغه سازمان پوره همکارۍ ته چمتو دی.
ښکاري چې نړیواله ټولنه د افغان سولې په تړاو مثبت ګامونه اخلي
ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې دایمي سوله غواړي او د سولې د راتګ لپاره دغه سازمان پوره همکارۍ ته چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د تل پاتې سولې غوښتونکي دي.

د هغه په وینا دغه سازمان د افغان سولې په تړاو له هغه پرېکړو ملاتړ کوي، چې د افغانانو په خوښه او مالکیت تر سره کېږي.

نوموړي ویلي، د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ګڼو هېوادونو سره په اړیکه کې دی او داسې ښکاري چې نړیواله ټولنه په دې تړاو مثبت ګامونه اخلي.

د ملګرو ملتونو د منشي ویاند  زیاته کړې، دوی له قطر، امریکا، روسیې، ترکیې او نورو ګڼو هېوادونو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

ملګري ملتونه وایي، تمه لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړل شي او افغانان په خپل هېواد کې سوله ییز او امن ژوند ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم تایید کړه، چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي پرون په خپل ټوېټر پانه لیکلي وو، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي سره یې د افغانستان، برما او ایتوپیا په اړه ګټور خبرې کړې دي.

نوموړي له ملګرو ملتونو سره په نړۍ کې د شخړو په پای ته رسولو کې د ملګرتیا هرکلی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، خوښ دی چې له ملګرو ملتونو سره د دې او په نړۍ کې د نورو شخړو د ختمولو لپاره په ګډه کار کوي.

انتوني بلینکن یو ځل بیا د افغان جګړې په ګډون په ټوله نړۍ کې د شخړو پر ختمولو ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي