کابل کې د چین سفیر:

هڅه کوو د افغان سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې کړو

24 حوت 1399 ساعت 12:59

کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، هېواد یې هڅه کوي، چې د افغانستان د سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې کړي.


کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، هېواد یې هڅه کوي، چې د افغانستان د سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وانګ یو دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیده کې کړې دي.

چین ویلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې او نورو سیمه ییزه مسایلو په اړه خبرې کړې او د چین سفیر د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

کابل کې د چین سفیر ویلي، دوی د افغان سولې په تړاو د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره کار کوي او دغه راز به د استانبول او مسکو په غونډو کې خپله همکاري نه سپموي.

سفیر وانګ یو ټینګار کړي، چې هېواد یې په افغانستان کې د دایمي سولې غوښتونکی دی او په دې تړاو به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

په ورته وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د نړیوالې اجماع د پیاوړي کولو لپاره د چین همکاري خورا مهمه ده.

دواړو لورو همدا راز د ګډو ګواښونو پر سر خبرې کړې دي او د هغو د له منځه وړلو پر لارو چارو یې بحث کړی دی.

د یادونې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو سره هم پر افغان سوله او ځینو نورو مسایلو خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137301

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137301/

جمهور
  https://www.jomhornews.com