د ملي امنيت سلاکار د ناټو له ملکي سفير سره پر سوله خبرې کړې

24 حوت 1399 ساعت 14:40

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب په افغانستان کې د ناټو د ملکي سفیر سټیفانو پونتیکوروو سره کتلي دي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب په افغانستان کې د ناټو د ملکي سفیر سټیفانو پونتیکوروو سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه نن یکشنبې د کب ۲۴ مه د ښاغلي محب په دفتر کې شوې ده.

د ملي امنیت شورا په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د امنیتي همکاریو، د اوربند د ملاتړ او تاتریخوالي په کمولو کې د اقداماتو په هلکه خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د خپل ترکي سیال مولود چاووش اغلو او کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره پر سوله خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137311

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137311/

جمهور
  https://www.jomhornews.com