۰

افغانستان له زمبابوې څخه دویمه ټېسټ لوبه وګټله

یکشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۴
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې ملي لوبډلې څخه دویمه ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبه د شپږو ویکټو په توپیر سره وګټله.
افغانستان له زمبابوې څخه دویمه ټېسټ لوبه وګټله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې ملي لوبډلې څخه دویمه ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبه د شپږو ویکټو په توپیر سره وګټله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې پنځه ورځې وړاندې د افغانستان په کوربتوب اماراتو کې پیل شوې وه، لومړی پاڼۍ کې افغان لوبډلې توپوهنه وکړه.

افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼې کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۴۵ منډې وکړې، چې په کې حمشت الله شهیدي ۲۰۰ ناسوځېدلې، اصغر افغان ۱۶۴ منډې، ابراهیم ځدران ۷۴ او ناصر جمال ۵۴ مندې وکړې.

تر دې وروسته زمبابوې توپوهنه پیل کړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۳۶۵ منډې وکړې او افغان لوبډلې د دویمې پاڼۍ لوبولو ته راوبلل.
زمبابوې لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۷ منډې وکړې، چې په کې یې د کپټان ویلیمسن ۱۵۱ منډې د ستاینې وړ دي او افغان لوبډلې ته یې ۱۰۷ هدف کېښود.

افغان لوبډلې د لوبې په دویمه پاڼې او وروستۍ ورځ چې نن یکشنبې د کب ۲۴ مه وه، د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره او لوبه یې له زمبابوې د شپږو ویکټو په توپیر وګټله.

د نن په لوبه کې رحمت شاه چې په تېرو لوبو کې ښه نه و، ځلېدلی ښه لوبه وکړه او پر ۵۸ مندو یې خپله ویکټه تر لاسه کړه.

د یادونې ده، چې لومړۍ ټسټ لوبه زمبابوې په خورا لوی توپیر له افغانستان څخه ګټلې وه، چې افغان لوبډله پر خواله رسنیو تر سختو نیوکو لاندې راغله.

باید دا هم و ویل، چې له افغانستان له زمبابوې سره تر دې وروسته شل اوریزه او پنځوس اوریزه لوب لړۍ هم لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي