کابل کې د پرونیو چاودنو مرګ ژوبله ۱۳ تنو ته رسېدلې

25 حوت 1399 ساعت 7:58

امنیتي چارواکي تاییدوي، چې په کابل کې د پرونیو دوه چاودنو مرګ ژوبله ۱۳ تنو ته رسېدلې، چې ټول ولسي وګړي دي.


امنیتي چارواکي تاییدوي، چې په کابل کې د پرونیو دوه چاودنو مرګ ژوبله ۱۳ تنو ته رسېدلې، چې ټول ولسي وګړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې پرون یکشنبې د کب ۲۴ مه د کابل ښار د درېیمې حوزې د سرکارېز او د شپږمې حوزې د پل سوخته په سیمه کې رامنځ ته شوې.

عیني شاهدان وايي، دواړه چاودنه په ټونس ډوله موټرو د چسپکي ماینونو له امله رامنځ ته شوې دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، په دغه چاودنو کې درې تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې د چاودنو نوعیت تر اوسه نه دی معلومه خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137326

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137326/

جمهور
  https://www.jomhornews.com