د افغان سولې په تړاو د امریکا تر نوې طرحې وروسته وسله والو طالبانو هم په افغانستان کې د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت ښودلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ له الجزیرې تلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، تجربو ښودلې، چې دا ډول حکومتونه اغېزمن نه دي.
نوموړي زیاته کړې، د دوی په باور د افغانستان ستونزه د یوه غښتلي مرکزي حکومت په وسیله، چې د اسلامي نظام د پلې کولو وس ولري، حل کېدای شي.
ده ویلي«طالبان باور نه لري چې لنډمهال حکومت دې د هېواد ستونزې حل کړای شي، پکار ده چې د هېواد د تېرو ۴۰ کلونو تجربو او جګړو ته یو وارې وګورو، د امریکا له یرغله وروسته انتقالي حکومت جوړ شو، ځینې یې انتقالي وو، ځینې یې مشارکتي وو، خو هېڅ یوه یې د هېواد ستونزې حل نه کړای شوې، موږ د دې لپاره چې د هېواد ستونزې مو حل شي یو اسلامي نظام غواړو چې غښتلی او خپلواک وي او ستونزو ته پکې ځواب وویل شي.»
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند پر دې هم ټینګار کړی، چې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د دوحې له موافقې سره سم له افغانستانه د امریکايي پوځیانو ووځي.
طالبان دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې امریکا په دې وروستیو کې د افغان سولې د حل او سولې لپاره یوه نوې طرحه وړاندې کړه، چې په کې د مشارکتي انتقالي حکومت وړاندیز شوی دی.
د امریکا له دغه طرحې سره ولسمشر غني، د هغه مرستیالانو او یو شمېر نورو سیاسي چارواکو هم کلک مخالفت څرګند کړ وايي، لنډمهالي حکومتونه ستونزه نه شي حل کولی او د ټاکنو له لارې باید واک انتقال شي.
ولسمشر غني د ملي شورا په پرانست غونډه کې په ښکاره ټکو و ویل، چې طرحې هر بنسټ د کاغذ پر مخ لیکل شي خو دی به واک د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستي ته پرېږدي.
جمهورخبري آژانس:کابل