۰
جنرال مکېنزي او جنرال مېلر:

د امریکا ځواکونو وتل به افغانستان کې خونړیو جګړو ته لار برابره کړي

دوشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۸
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنټ مکېنزي او افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د امریکا ځواکونو وتل به افغانستان کې خونړیو جګړو ته لار برابره کړي
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنټ مکېنزي او افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دواړو لوړ پوړو امریکايي چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، بې تدبیره له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل به په دغه هېواد کې خونړیو جګړو ته لار برابره کړي.

جنرال کېنټ مکینزي په خپله تازه مرکه کې ویلي که د افغانستان مسئله له دیپلوماتیکو لارو حل نه شي او یا یو توافق رامنځ ته نه شي، خو امریکایي عسکر له افغانستان و وځي، نو ښايي په دغه هېواد کې خونړۍ جګړه پيل شي.

نومړي زیاته کړې، چې که د بایډن اداره سیاسي توافق ته و نه رسېږي طالبان به د حکومت د نیولو او حکومت به د ځان د ساتلو لپاره جګړه کوي.

په ورته وخت په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ویلي، باید له افغان ځواکونو د امریکا ملاتړ دوام وکړي.

جنرال مېلر وايي، که امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي، وضعیت به په دې هېواد کې کړکېچن شي، نو له همدې امله په دې مسئله کې ديپلوماتیک فشار ته اړتیا ډېره ده.

دغه دوه امریکايي جنرال یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ یې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دواړو لوریو د سولې پروسې، امنیتي وضعیت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې او د تاوتریخوالي پر زیاتوالي يې اندېښنه څرګنده کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي