۰

ننګرهار کې د داعش د جلب او جذب یو مسوول نیول شوی دی

دوشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۵
سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول او د ښاري شبکې مشر نیولی دی.
ننګرهار کې د داعش د جلب او جذب یو مسوول نیول شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول او د ښاري شبکې مشر نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، نیول شوی کس خان غلام نومېږي او په خان قاري باندې مشهور دی.

نوموړي زیاته کړه، چې خان قاري پرون یکشنبې د کب ۲۴ مه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

دی وايي، خان قاري د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ لپاره د داعش د جلب او جذب مسوول او د ښاري شبکې مشر و، چې د ملي امنیت په عملیاتو کې ونیول شو.

دا چې نیول شوی کس د کوم ځای دی خوګیاڼي په دې اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم ننګرهار کې د داعش پر ضد سخت عملیات وشول او دا ډله ماته اعلان شوه، خو بیا هم په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول په ننګرهار او کوند کې د دغه ډلې فعالیتونه لا هم محسوسېږي او جریان لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي