۰

زابل کې ماین چاودنې یو وکیل وژلی دی

دوشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې زابل ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ګذر یو وکیل وژل شوی دی.
زابل کې ماین چاودنې یو وکیل وژلی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې زابل ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ګذر یو وکیل وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د کب ۲۵ مه سهار مهال د زابل مرکز کلات ښار د چوک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د زابل امنیه قوماندان حکمت الله کوچی وايي، چاودنه د سړک د غاړې د ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا دغه چاودنه د ګذر پر یوه وکیل محمد صابر توخي شوې، چې نوموړی په کې وژل شوی دی.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا اخیستی.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي