د داعش یو ولسوال په ننګرهار کې وژل شوی دی

25 حوت 1399 ساعت 13:09

سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ لپاره د داعش نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ لپاره د داعش نومول شوی ولسوال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره نن دوشنبې د کب ۲۵ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه په لعلپورې ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د لعلپورې ولسوالۍ لپاره د داعش ټاکل شوی ولسوال او قوماندان محمود جان وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د محمود جان پر وژل کېدو سره بېره دغه عملیاتو کې د داعش یو بل غړی او درې نور مشکوک کسان هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په جلال آباد ښار کې د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ لپاره د داعش د جلب و جذب مسوول او د ښاري شبکې مشر هم د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی.

د داعش د جلب و جذب نیول شوی مسوول او د ښاري شبکې دغه مشر خان غلام نومېږي، چې په خان قاري باندې مشهور دی او د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې سیمه کې د ملي امنیت له خوا نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137348

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137348/

جمهور
  https://www.jomhornews.com