۰

د داعش یو مهم قوماندان په کابل کې نیول شوی دی

دوشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۶
د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د دغه ریاست ځواکونو کابل کې د داعش ډلې یو مهم قوماندان او غړی نیولی دی.
د داعش یو مهم قوماندان په کابل کې نیول شوی دی
د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د دغه ریاست ځواکونو کابل کې د داعش ډلې یو مهم قوماندان او غړی نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د داعش دغه غړی رسول جان نومېږي او د دغه ډلې د وژل شوي مشر حافظ سعید سره نېږدې اړیکې درلودې.

سرچینه زیاتوي، دغه نیول شوي داعشي قوماندان په خپلو اعترافاتو کې ویلي، چې پر افغان ځواکونو ولسي وګړو یې ګڼ بریدونه کړي دي.

رسول جان ۶ کاله وړاندې د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی و، خو د جلال آباد پر زندان د دغه ډلې په وروستي برید کې په تېښته بریالی شوی وو.

نوموړی په دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره د کابل سروبي ولسوالی ته انتقال شوی و چې د ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ونیول شو.

دغه داعشي قوماندان د ننګرهار د اچین او بټي کوټ ولسوالیو په شمول په مختلفو سیمو کې تروریستي فعالیتونه کړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ لپاره د داعش د جلب و جذب مسوول او د ښاري شبکې مشر خان غلام چې په خان قاري باندې مشهور دی او د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې سیمه کې نیول شوی دی.

دغه راز تېره شپه د ملي امنیت په یو لړ نورو عملیاتو کې بیا د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ لپاره د داعش ټاکل شوی ولسوال او قوماندان محمود جان هم وژل شوی دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي